Historyتاريخ Dara Utmankhel




1 historyتاريخ

1.1 toar baba توربابا
1.2 descendants اولادونه
1.3 people , economy خلک او اقتصاد





historyتاريخ

view of graveyard name of toar baba


toar baba توربابا

religion had strong influence in social spheres of these afghan tribes resulted in many religious families. such families had capacity have effect not on religious matters on temporal affairs (e.g., akhund family in swat , dir). in utmankheil tribe, pious superstition helped build religious families shaikhan. shaikhan decedents of toar baba or abdur rahim khan (source, local elders). abdur rahim khan born in bajawar , belonged utmankheil tribe. migrated bajawar in late seventeenth century , settled in timergara. known toar baba piousness. abdur rahim khan , akhund ilyas (d.1676 a.d) disciples of shaikh adam binori (ref. mulana habib ahmad of morany, dir) , according muhammad amin badakhshi followers , khalifas of adam binori afghan people made suspect binori in eyes of mughal officials , nobility. shrine lies in graveyard named after him. people of jandol, dir khas, maidan, adenzai, swat, bajaur , malakand agency used visit shrine local clerics issued decrees declaring ‘bid’at’ or forbidden in islam. there 2 other tombs in moranay (dir lower) , shagokas (dir lower) names of toar baba, , descendants in area assumed same clan, mandal (who elder son of baba utman). according qazi abdul haleem asar afghani, original name of toar baba in moranay village muhammad anwar baig. possible these 3 brothers or belong same clan because toar baba , akhund used religious titles @ time. example, father of akhund ilyas known toar baba nobody knows real name.


مذهب په افغان قبيلو کې په ټولنيزه (اجتماعي) توګه ترټولو پیاوړی اغیز (تاثير) لرو. چې پایله (نتيجه) کې یې د ډیری مذهبي کورنیو رامنځته کېدل وو. دې کورنيو نه که يوازې په مذهبي چارو کې ظرفيت لرلو نو مګر په موقتي چارو کې هم لکه د مثال په توګه،(په سوات او دیر کې اخوند کورنۍ) اتمانخيل قبیلي هم لکه د نورو افغان قبيلو په څير دينداره کورنۍ لرلې لکه شیخان، د ځای مشرانو په وينا شیخان د تور بابا یعني عبدالرحیم خان اولادونه دې.عبدالرحیم خان په باجوړ کې زېږېدلی وو او د اتمانخيل قبيلي څخه وو. هغه د اوولسمې پیړۍ په وروستیو کې د باجوړ نه مهاجرت شو او په تیمرګره کې میشته شو. هغه د دين پالنې او پاکدامنۍ له کبله د تور بابا په نامه پېژندلای کېده. عبدالرحیم خان او اخوند الیاس ( ۱۶۷۶م) د شیخ آدم بنوري شاګردان وو.(بحواله مولوي حبیب احمد مورڼۍ،دير) او د محمد امین بدخشي په وینا د ادم بنوري ډیر پلويان او خلفاء افغانان وو چې د مغل چارواکو په نظر کې يې ادم بنوري نور هم لکه د سترګو ازغی جوړ کړی وو.(ځکه چې ادم بنوري د مجدد الف ثاني خليفه وو) د تور بابا روضه په هغه هدیره کې جوړه ده کومه چې بيا وروسته د هغه په نوم (تور بابا) ونومول شوه. د جندول، دير خاص، میدان، ادينزۍ، سوات، باجوړ او ملاکنډ خلک د مزارونو ډېر لېوال (د مزارونو سره مینه يعني مزارونو ته تګ راتګ) وو مګر سيميز عالمانو واضحه فرمانونه صادر کړل چې دا یو بدعت دی او په اسلام کې منع کړی شوی فعل دی.د کوز دیر په مورڼۍ او شګوکس کلي کې دوه نور قبرونه د تور بابا په نامه يادېږي او د دغه سیمې خلک چې د دوی اولادونه دې ماندل تصور کېږي(ماندل د بابا اتمان مشر زوی وو). د قاضي عبدالحلیم عاصم افغانی په وینا د مورڼۍ کلي د تور بابا اصلي نوم محمد انور بیگ وو.داسې ښائي چې دا درې واړه ورونه وو او یا د يوي قبيلي څخه وو ځکه چې تور بابا او اخوند په دغه وخت کې د مذهبي لقبونو په توګه کارول کیدل. د مثال په توګه د اخوند الیاس پلار هم د تور بابا په نامه پېژندلای کېده مګر هیڅوک د هغه د اصل نوم په اړه نه پوهېږي


descendants اولادونه

genealogy of people dara utmankheil


toar baba had 2 sons , descendants live in closely situated 9 villages. these people known shaikhan not representing ethnicity related abdur rahim khan got title after following shaikh adam binori.sheikh literally means elder . commonly used designate front man of tribe got title after father, or islamic scholar got title after graduating basic islamic school. akhund khel , shaikhan various tribal communities in pakistan , afghanistan spiritual fraternity of unrelated disciples of pious personalities e.g., akhund khel pashtoon tribes there akhund khel known sadat. group identifies sheikh mohammadi there exist no kinship connection.


in 18th century, 1 of great-great-great grandson, zaer mohammed, close friend of umara khan, had protected ghandigar qela, defeated 150 invaders of sharif khan later on became close ally of sharif khan. shairf , aurangzeb (1904-1925) , nawab shah jehan selected many persons in cabinet family. other reason sharif had great respect toar baba , bravery of these people. known united pashtoon in area.the jirga system still exists , disputes resolved local elders.


د تور بابا دوه زامن وو چې اولادونه يې په دغه ذکر کړی شوي نهه کلیو کې يو بل سره متصل په ګډه ژوند کوي. دا خلک د شيخان په نامه هم پېژندلای کېږي.کوم چې د دوی د قومیت سره هيڅ تړاو (نسبت) نلري مګر اصلاً (شیخ لقب) د شیخ عبدالرحیم خان سره تړون لري. ځکه هغه د شيخ دا لقب د شیخ ادم بنوری د اقتدا نه وروسته ترلاسه کړ.شيخ په صحيح توګه د لوی او پوه انسان لپاره کارونکي کلمه ده دا عموماً د یوې قبیلې مخکښې (مشر) سړی نوموي چا ته چې د خپل پلار څخه وروسته دا لقب تحصيل شوي وي او یا هغه دیني عالم د دي لقب څښتن کيدلای شي څوک چې د اساسي اسلامي ښوونځی(مدرسې او يا پوهنتون) څخه فارغ شوی وي اخوند خیل او شيخان په پاکستان او افغانستان کې د بیلا بیلو (مختلفو) قبیلو خلک وو چې په ساده ډول د روحاني طبقي او د لويو مذهبي شخصیتونو شاګردانو په توګه وو، مثلا اخوند خیل د پښتون قبيلې دي. مګر یو بل اخوند خیل هم شته دی چې د سادات په نوم يادېږي.او يوه بله ډله هم چې د شیخ محمدي په توګه پېژندلای کېږي. خو اصلاً د نسب په لحاظ هیڅ شته والی يعني موجوديت نلري. په ۱۸ پیړۍ کې د هغه ستر, ستر لمسی زیر محمد چې د عماره خان ډېر نږدې ملګری وو، چا چې د ګندیګار قلعې څخه ډېر په مېړانه (بهادري) سره دفاع کړې وه، او د شریف خان ۱۵۰ یرغل کوونکو ته يی ماته ورکړی وه، مګر بيا وروسته هغه د شریف خان ډېر نږدې ملګری جوړ شو. شريف خان او بیا اورنګزيب (۱۹۰۴-۱۹۲۵) او نواب شاه جهان د خپلي کابینې لپاره د دې کورنۍ څخه ډېر خلک غوره کړل. له همدې کبله چې شريف خان تور بابا ته ډېر په درنه سترګه كتل او د دغه خلکو پياوړتوب (زړورتيا-بهادري) ته يی ډېر درناوى لرلو دوی په سیمه کې تر ټولو ډېر د يو متحد پښتون قوم په توګه پېژندلای کیدل. د جرګې سیسټم لا تر اوسه هم شته چې پکي ډیری شخړې د ځایی مشرانو لخوا تحليل کېږي.


people , economy خلک او اقتصاد

the total population approximately 2900 according 1998 census (approximation). area has poor agriculture system main economy based on middle east.the education ratio high in males. there 5 primary schools , lacking middle , high schools.


ټول نفوس د ۱۹۹۸ سرشمېرنې په اساس (بنياد) ۲۹۰۰ دي. دغه سیمه د کرکيلې سیسټم کې ډېره کمزورې ده. نو د دوی اصلي اقتصاد په منځني ختیځ (عرب) باندي دی. د زده کړې تناسب په نارینه وو کې د زنانوو په نسبت ډېر دی. یوازې پنځه ابتدايي (پرائمري) ښوونځي شتون لري او منځني او لوړې ښونځي (ميډل او هائي سکولونه) پکې نيشته.








Comments

Popular posts from this blog

File format Wavefront .obj file

CEFR alignment Euroexam International

Books Soma Valliappan